Shams Professional Accounting Services

Shams Professional Accounting Services

Share

Shams Professional Accounting Services is the largest of its type in Kandahar province.

27/01/2024

شمس مسلکي محاسبوي خدمتونه ویاړ لري، چي د کندهار معززو ښاریانو لپاره د مالي محاسبې (Financial Accounting)دوه نیم میاشتني روزنیز کورس دایروي. ياد کورس چي د کندهار پوهنتون د استاد ښاغلي پوهنیار شمس الله شمس لخوا تدریسيږي یو له خاصو ځانګړتیاوو يي دا ده چي استاد د محاسبي د مسلکي پوهي درلودلو تر څنګ د محاسبي او تفتیش په برخه کښي په مالیزیا هیواد کښي د کار کولو تجربه لري. استاد به تاسو ته لمړی Manual Accounting وښيي او وروسته به د محاسبوي سافټویرونو لکه: Quickbooks, Sage 50 cloud, MyOB او داسي نورو د استعمال روزنه درکړي.
د یاد کورس تدریسي مواد د ACCA د مفرداتو مطابق د BPP لخوا جوړو سوو کتابونو پښتو ژباړه او تالیف دي. یاد کورس په داسي ډول ډيزاین سوی چي د هر مسلک او هري سويي افراد وکولای سي په ډیري اسانی سره يي زده کړي.
ددي کورس په اخیستلو سره به تاسي وکولای سی په ډیري اساني سره د محاسبوي سافټویرونو په وسیله د یوه کاروبار د ګټي او تاوان د معلومولو ترڅنګ د یاد کاروبار د شتمنیو، پورونو او سرمايي اړوند بیانونه په دقیق ډول جوړ کړئ. ددي بر علامه ددي کورس په اخیستلو سره به تاسي وتوانیږي چي د ACCA Qualifications په اولنیو امتحانونو کښي په ډیری اساني سره کامیاب سئ. یاد کورس به وروسته ستاسي د مالیاتو په محاسبه کولو او د یوه کاروبار د مالي بیانونو په تفتیش (Audit) کولو کښي خاصه مرسته وکړي.
ادرس: دفتر نمبر ۳۵۱، دریم منزل، دوهم بلاک، افغان تجارتي مارکيټ، جامع عمر ته څیرمه، شهیدانو چوک، کندهار
تاسی کولای د لاندی لینک په کلیک کولو سره زموږ ادرس په Google Map کښی پیدا کړی.
Shams Professional Accounting Services https://g.co/kgs/pHzcKV

25/11/2023

شمس مسلکي محاسبوي خدمتونه ویاړ لري چي د کندهار ښار معززو ښاریانو لپاره د مالي محاسبي (Financial Accounting) کورس دایروي.

د کورس موده: دوه نیم میاشتنی
د شروع نیټه او ورځ: یکشنبه 2023 Dec 03
وخت: مازیګر ۰۴:۳۰ بجي

ادرس: دفتر نمبر ٣٥١، دوهم بلاک، افغان تجارتي مارکیټ، جامع عمر ته څېرمه، شهیدانو چوک، کندهار، افغانستان

Want your business to be the top-listed Accountant in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Office No 351, Afghan Commercial Market, Near To Jame Omer, Shahidano Chawk
Kandahar
3801